استماعیه غونډې ته د عتيق کاموال ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د عتيق کاموال ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه

د عتيق کاموال ساختماني او سرک جوړولو شرکت ته چې د جواز شمېره يې(65556) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د قرارداد د مندرجاتو سره سم د کابل ښاروالۍ اړوند د تېږو اره کولو ماشين او اړوندو لوازمو پروژه کې د تعهداتو نه پوره کولو له امله، د کابل ښاروالۍ له خوا محرومیت غوښتل شوی دی د يادې ښاروالۍ له لوري د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.