د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب د افغانستان برښنا شرکت د واحدونو د اړتیا وړ د لین او تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DABS/1402/G-001/NCB/Rebid ده د همکار د سیم او کیبل د تولید شرکت چې د هرات ولایت مرکز د وینې بانک سړک کې موقعیت لري په مجموعي ډول 238,747,000 دوه سوه اته دیرش میلیونه اوه سوه اوه څلویښت افغانۍ په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولای شي ددې خبرتیا له اعلان څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په کتبې ډول د تدارکاتو د پنځوسمې مادې په پام کې نیولو سره ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو مواردو د اصولي طی مراحل کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.