ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي دوه غونډې ترسره کړې

ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي دوه غونډې ترسره کړې
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د دارالانشاء آمر مفتي بشير شاه د افرګشايي په غونډه کې چې يو شمير داو طلبانو په کې ګډون کړی و وویل؛ چې د داوطلبۍ ټولو ګډونوالو ته اطمينان ورکوي چې افرګشايي به په شفاف ډول ترسره کيږي او له داوطلبانو يې وغوښتل چې په ټولو تدارکاتي پروژو کې برخه واخلي.
ښاغلي مفتي بشير شاه زياته کړه چې په نږدې راتلونکې کې يې د شرکتونو لپاره د افرګشايي په اړه درې ورځنی ورکشاپ په پام کې نيولی او همدا راز به د شرکتونو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.
نن سه شنبه (صفر المظفر ۱۳مه/ وږي ۷مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې د کابل ښاروالۍ اړوند د هوايي ډګر له څلور لارې څخه د ګمرک تر سرک پورې د سرک او کانال جوړولو (لومړي لاټ) او افغانستان برښنا شرکت اړوند د هرات د تورغونډۍ- نورالجهاد د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا لاين پروژو افرګشايي د يو شمير داوطلبانو په موجوديت کې ترسره شوې.
دا غونډې چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وې، د خير په دعا پای ته ورسېده.