د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لسګونو خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينه واخيستل شوه.

په دې اړه غونډه چې نن سه شنبه «صفرالمظفر۱۳مه/ وږي ۷مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس او د دې ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د ازموينې پروسه شفافه وبلله او زياته يې کړه چې د دې ازموينې هدف حقدار ته د خپل حق سپارل او اهل خلکو ته د کار زمينه برابرول دي.

همدا راز په غونډه کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مهاجرينو معين مولوي عبدالرحمن راشد هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې څخه مننه وکړه چې د ياد وزارت د خالي بستونو لپاره يې د شفافې ازموينې پروسه ترسره کړه.

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو په وينا د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهيسې يادې ادارې تر اوسه د امارت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو لپاره له شاوخوا ۲۵۰۰۰ تنو څخه ازموينه اخيستې او يا يې هم نظارت ترسره کړی دی.

په پای کې د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه ليدنه وشوه او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.