د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د اولسمې او څلورمې ناحیې اړوند د (3289) مترو په اوږدوالي د نادریه لیسې څلورلارې څخه تر سرای شمالي څلور لارې پورې د بادام باغ سړک پروژې قرارداد چې تشخیصیه نمبر یې NPA/KM/1401/W-037/NCB/Rebid دی د کریم شریفي د ساختماني موادو د تولید او سرکسازۍ شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-27433 ده او بلخ ولایت د خالد بن ولید پروژې دریم سړک کې موقعیت لري په مجموعي قیمت 199،400،043 یو سلو نه نوي میلیونه او څلور سوه زره او درې څلوېښت افغانۍ) په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض ولري کولای شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره او د تدارکاتو د ۵۰مې مادې د احکامو مطابق په کتبي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي