استماعیه غونډې ته د زکریا حمید شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د زکریا حمید شرکت بلنه
د زکریا حمید شرکت ته چې د جواز شمېره يې (1119-01-21) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د قرارداد د مندرجاتو اړوند په ۱۳۹۹مالي کال کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د پراختیا لوی ریاست لپاره د ۲۵ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند وسایلو د تهیې او تدارک پرخه کې د تعهداتو نه پوره کولو له امله، د پوهنې وزارت له خوايې محرومیت غوښتل شوی دی د ياد وزارت له لوري د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.