استماعیه غونډې ته د بهرام ضیاء ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه
استماعیه غونډې ته د بهرام ضیاء ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه
د بهرام ضیاء ساختماني او سرک جوړولو شرکت ته چې د جواز شمېره يې (D-27701) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د قرارداد د مندرجاتو اړوند د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د معلم وکیل ښوونځي د ۲+۸ صنفي ودانۍ، برېښنا، ابرساني، کانالیزاسیون او کثافتدانۍ د جوړولو په برخه کې د تعهداتو نه پوره کولو له امله، د پوهنې وزارت له خوا محرومیت غوښتل شوی دی د ياد وزارت له لوري د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.