د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تداکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: پنځلسمه ناحيه کې د شهيد څلور لارې څخه د قصبې تر سرک پورې د (1890) متره په اوږدوالي د سرک جوړولو د لومړي لاټ پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1401/W-005/NCB/Rebid
بانکي تضمين: 3,500,000 (درې ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ)
له داوطلبۍ مخکې جلسه: د 1402 کال د سنبلې 18 مه نېټه، د سهار 10:00 بجې
د آفرګشايي جلسه: د 1402 کال د سنبلې 28 مه مه نېټه، د سهار 10:00 بجې
برېښناليک ادرس: planningnpa@gmail.com
د اړيکو شمېره: 0202143274
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.