د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال د ازبکستان له سفير سره وليدل

د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال د ازبکستان له سفير سره وليدل
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د يکشنبې په ورځ (صفر المظفر ۱۱مه/ وږي ۵مه) په کابل کې د ازبکستان سفير شادمانوف يادګار خواجه محمدوويچ او ددغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړي مرستيال خالمرادوف ناظم جان قاسموويچ سره وليدل.
په دغه ناسته کې د ازبکستان سفير په ديپلوماتيکه او سوداګريزه برخه کې د اسلامي امارت د اقداماتو هر کلی وکړ او زياته يې کړه چې د اړتيا په وخت کې به له ګاونډي هېواد افغانستان سره هر اړخيزه همکاري کوي.
په دې مجلس کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال چې د دې ادارې د دفتر رئيس مولوي عبدالباقي منصور يې هم ملتيا کوله؛ د اسلامي امارت په استازيتوب يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره او بنسټيزو همکاريو او د متحد او خپلواک افغانستان د ملاتړ په اړه يې د ازبکستان هېواد څخه مننه وکړه.
همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازبکستان هېواد د توليد کړيو امارتی وسايطو د ورکشاپونو د جوړولو په اړه هم يوه تفاهمنامه لاسليک شوه.
دا يوولس ماده ييزه تفاهمنامه چې له ازبکستان هېواد سره لاسليک شوې ده، د چارو ادارې لوی رياست، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او اقتصاد وزارتونه ددې کميټې غړيتوب لري.