د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د زمري میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د زمري میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

د گمارنې د اسانتیاوو برابرولو او ولایتي چارو د همغږۍ ریاست
د (۴۹۷) بستونو اعلانول.
د (۸۲۰) بستونو لپاره آزموینې اخیستل.
د (۵۷۴) تنو په ګډون د (۲۶) ورکشاپونو او تخنیکي غونډو برابرول.
د (۱۰۵۰) ولایتي ملکي خدمتي کارکوونکو وظیفوي نظارت.

د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو شکایتونو ته د رسېدنې ریاست
د ۳، ۴ او ۵ بستونو اړوند د (۳۰) شکایتونو څیړل ، (۲) يې تائيد او پاتې ردول.
د (۲) تایید شویو مصوبو نظارت او له پلي کېدو یې ډاډمنېدل.
د اړونده محاکمو له خوا د ۲ عدد دوسیو راتلل او اړونده کړنې ترسره کول.

د اداري پروسو د ساده کولو ریاست
د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت د 6 ریاستونو د پروسو د سرلیکونو پېژندنه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۹ او کابل ښاروالۍ د ۱۷ ریاستونو د پروسو جریان له اړوند ریاستونو سره شريکول.

د ملکي خدمتونو انسټيټيوت ریاست
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، عدلیې او د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارتونو د (۳۰۰) تنو مامورینو د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې د لړۍ پلي کول.
په وزارتونو او ادارو کې د زده‏کړه ییزو پروګرامونو د اغیزمنتیا څیړنه پیلول.
دوه سرلیکه زده‌کړه‌ییز مواد بیا کتل او پښتو ته (د اداري اخلاقو اصول) ژباړل.
«د رهبرۍ وړتیاوو د پراختیا او مدیریتي کارېدونکو وړتیاوو» پروګرامونو د زده‏کړه ییزو موادو ډیزاین او تصحیح.
د زده کړه ییزو پروګرامونو لپاره د ۲۶ پایو کمپیوټرونو په لرلو د آنلاین ټولګي ترتیب او تنظیمول.

د حقوقو او پالیسیو چارو ریاست
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د شفاهي هدایت پر بنسټ د ادارې اړوند د داخلي پالیسیو ترتیب.
د کانکور آزموینې د پوښتنو ترتیب لپاره د پوهنتونونو متقاعدو استادانو د ګومارنې په اړه ریاست الوزرا مقام ته د حقوقي نظر وړاندې کول.
د کورنیو چارو، حج او اوقافو وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او د اټومي انرژۍ له ادارې سره د کړنو ارزونې د پروګرام دایریدو په هکله همغږي او له مقاماتو سره یې د غونډو دایرول.
د ا.ا امارت (۳) وزارتونو او ادارو ته د (۵) حقوقي مشورو استول.