استماعیه غونډې ته د الهام قانع د ساختماني موادو د تولید، سرکسازۍ او ساختماني شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د الهام قانع د ساختماني موادو د تولید، سرکسازۍ او ساختماني شرکت بلنه
الهام قانع د ساختماني موادو د تولید، سرکسازۍ او ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-50-517) خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د ۴۹ مادې مطابق تخار ولایت کې د اشکمش ولسوالۍ د ۳۰ متر په اوږدوالي د حضرت سلطان پول د جوړولو پروژې په قراداد کې د تعهداتو د نه عملي کولو له امله یې محرومیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري غوښتل شوی دی.
د ياد رياست له لوري د مکرر ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.