استماعیه غونډې ته د خیبر فارما د دوا د تولید شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د خیبر فارما د دوا د تولید شرکت بلنه
د خیبر فارما د دوا د تولید شرکت چې د جواز شمېره يې(D-81975) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې د وخت د عام اقلامو د تدارکاتو ریاست له لوري د‌ ۱۳۹۹ مالي‌ کال لپاره د کورنیو چارو وزارت د صحیه خدماتو د عمومي ریاست اړتیا وړ د ۷۶ قلمه د دوا د تدارکاتو د داوطلبۍ پروسه کې د تزویري اسنادو په وړاندې کولو سره یې، محرومیت غوښتل شوی دی د ياد رياست له لوري د مکرر ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.