استماعیه غونډې ته د جهان ډیزاین ساختماني شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د جهان ډیزاین ساختماني شرکت بلنه

د جهان ډیزاین ساختماني شرکت چې د جواز شمېره يې(D-44803) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې د ۲+۱۰ صنفي له ملحقاتو سره د جوړولو، احاطوي دیوال سره له دروازې، د څښاک اوبو د څا ګانو د ۵ مبرزه غرفو، او د بي بي عایشه صدیقه مختلط ښوونځي لپاره د کثافت دانۍ جوړولو پروژه کې د قرارداد مندرجو تعهداتو د نه عملي کولو له امله یې د ځمکو او ښارجوړونې وزارت له لوري محرومیت غوښتل شوی دی د ياد رياست له لوري د مکرر ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.