استماعيه غونډې ته د نوروز افغان ساختماني شرکت د ګډون بلنه

د نوروز افغان ساختماني شرکت چې د جواز شمېره يې(D-04-1010) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې محروميت په موسی خېل ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت اړوند د سيد جمال الدين ښوونځي لپاره ۱۰ بابه ټولګيو د تعمير، احاطه او دروازه او ۱۰ بابه د اوبو څښلو غرفو جوړولو په قرارداد کې کړيو تعهداتو ته د نه ژمنتيا له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.