استماعيه غونډې ته د رضوان تابان لوژستيکي او کرايي شرکت د ګډون بلنه

د رضوان تابان لوژستيکي او کرايي شرکت چې د جواز شمېره يې(43680) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې محروميت د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند د الکترونيکي سازۍ او ريفورم اړوند قرارداد کې د بانکي تضمين د تزوير له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.