د داوطلبۍ اعلان

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل ښار د کوټه سنګي څخه تر دهمزنګ پورې سرک چې مساحت يې (3226) متره دی؛ د تدارکاتو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل ددې اعلان له نشر څخه د افر پرانیستې نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښار د کوټه سنګي څخه تر دهمزنګ پورې (3226) متره سرک جوړولو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1402/W-011/NCB
بانکي ضمانت: 4,200,000 (څلور ميليونه، دوه سوه زره افغانۍ)
له داوطلبۍ وړاندې جلسه:۱۴۰۲ وږي ۲مه
د افر پرانیستې نېټه: ۱۴۰۲ /سنبلې/ ۱۲مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي