د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند هوايي ډګر څلور لارې څخه د ګمرک سرک پورې له کانال سره (لومړی لاټ) چې مساحت يې (2794) متره دی؛ د تدارکاتو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل ددې اعلان له نشر څخه د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې تر ۷ مې نېټې له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجو پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند د هوايي ډګر څلور لارې څخه د ګمرک سرک پورې له کانال سره (2794) متره سرک
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1402/W-013/NCB
بانکي ضمانت: 7,500,000 (اووه ميليونه، پنځه سوه زره افغانۍ)
د افر پرانیستې نېټه: د ۱۴۰۲ د سنبلې ۷مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي