استماعیه غونډې ته د "Alke Insaat Sayaye VE Ticaret" شرکت بلنه

د Alke Insaat Sayaye VE Ticaret شرکت ته چې د (36770) شمېرې جواز نمبر لرونکی دی خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د ۴۹ مادې مطابق یې محرومیت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د بدخشان فیض آباد او کشم سب ستیشن او د بدخشان تخار د ۲۲۰ کیلو ولت برښنا د لین د تمدید په پروژه کې د بیعې د لوړولو په دلیل، غوښتل شوی دی، د مکرره مکتوبونو او ټلیفوني اړیکو نیولو سره هم د دې شرکت مسئولین د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شول .
له همدې امله د دې شرکت رئيس، معاون او یا باصلاحیته استازي دې د دې اعلان د نشر له نېټې تر(۵) کاري ورځو پورې د ملي تدارکاتو ریاست ته حضور ومومي، د نه حاضرېدو په صورت کې به د موجوده اسنادو د اصولو او مفادو مطابق پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق ونه لري.