استماعيه غونډې ته د ريور ويو ساختماني شرکت د ګډون بلنه

د ريور ويو ساختماني شرکت چې د جواز شمېره يې (D-33203) ده، خبر ورکول کيږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې محروميت د اوبو چارو د تنظيم ادارې له لوري، د خوست ولايت مرکز اړوند خاني خوړ د چيک ډېم او ساحلونو د لسم لاټ په قرارداد کې د کړيو تعهداتو له مخې د خپلو تعهداتو د نه عملي کولو له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.