14 زمری 1402
استماعيه غونډې ته TEKSTIL ENDUSTRI DINSAAT GIDA ITHALAT IHRACAT SAN. VE TIC. LTD.STI د ګډون بلنه
د TEKSTIL ENDUSTRI DINSAAT GIDA ITHALAT IHRACAT SAN. VE TIC. LTD.STI چې د جواز شمېره يې (54609) ته خبر ورکول کيږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې محروميت د ملي تدارکاتو رياست او تدارکاتي اسانتياوو رياست د ملي محافظت عامه تصدۍ لپاره د اړتيا وړ ۱۱ قلمه البسوي موادو په پروژه کې د تزويري اسنادو (د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو) په اړه د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.