استماعيه غونډې ته د زکريا حميد لوژستيکي شرکت د ګډون بلنه

د زکريا حميد لوژستيکي شرکت چې د جواز شمېره يې (21-01-1119) ده خبر ورکول کيږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې په اساس يې محروميت د افغانستان برښنا شرکت له لوري په قرارداد کې د کړيو تعهداتو له مخې د ياد شرکت د ډېټا سنټر لپاره د تجهيزاتو غوښتنه وه، د خپلو تعهداتو د نه عملي کولو له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.