د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ارغندې میدان ښار څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو واټه انتقالي لین د بیا رغونې لپاره د ۷ قلمه برښنایي تجهیزاتو د تدارکاتو د پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې او خپل افرونه دې د تدارکاتو د د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل ددې اعلان له نشر څخه د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې ۳۱ نېټې له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجو پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ارغندې میدان ښار څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو واټه انتقالي لین د بیا رغونې لپاره د ۷ قلمه برښنایي تجهیزاتو د تدارکاتو د پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/G-009/NCB
بانکي ضمانت: 2,000,000 دوه میلیونه افغانۍ
د افر پرانیستې نېټه: د ۱۴۰۲ د سنبلې ۴مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي