استماعيه غونډې ته د مصطفی جمیل سرک سازۍ ساختماني شرکت د ګډون بلنه

د مصطفی جمیل سرک سازۍ ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره يې (D-28498) خبر ورکول کیږی چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې په اساس يې محرومیت د وخت محلي ارګانونو خپلواکۍ ادارې ته د تزویري بانکي سندونو د وړاندې کولو په دلیل د خوست ولایت د لومړۍ او دویمې ناحیې (B1) قریه میتی کانال او (A1) سرکاري والیه کانال د پاک کارۍ چې (6867 متره) طول لري غوښتل شوی دی له همدې امله د ياد رياست له لوري د پرله پسې ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.