د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له روزنيز پروګرام څخه ۵۹ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د روزنيزو پروګرامونو په لړ کې د تدارکاتو د اصولو او کړنلارې اړوند د ۲۷،۲۸ او ۲۹ ګروپونو څخه د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۵۹ تنه کارکوونکي فارغ شول.

په دې اړه نن يکشنبه «محرم الحرام۱۳مه/ زمري۸ مه» د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

په غونډه کې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال مولوي عبدالرحيم رحيمي وويل په حکومتي چارو کې چې هر چا ته په کومه برخه کې مسؤليت ورسپارل شوی دی، بايد په هغه برخه کې پوهه او تجربه ولري ترڅو کارونه په ښه توګه پرمخ يوسي.

همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ استاد ذبيح الله ميوند د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د روزنيزو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ياد انسټیټیوټ روزنيز پروګرامونه يې د تدارکاتي کارمندانو لپاره اړين وبلل.

د غونډې په پای کې د ياد روزنيز پروګرام په ګډونوالو تصديق پاڼې ووېشل شوې او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېد.