د داوطلبۍ بيا ځلي خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د اړتيا وړ د وسايطو د ماشين الاتو د تدارکاتو په پروژه کې برخه واخلي او د شرطپاڼې سافټ په فلش ډسک کې د تدارکاتو رياست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې د درج شويو شرایطو او تدارکاتو رياست د طرزالعمل سره سم په سرتړلې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۲/۰۵/۳۱ نېټې پورې له غرمې مخکې د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د اړتيا وړ د وسايطو د ماشين الاتو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېرهAOP/G/004/1402/NCB/RE:
بانکي‌ضمانت: (۹۴،۰۰۰) څلور نوي زره افغانۍ
د افر پرانیستې نېته: ۳۱/۵/۱۴۰۲، له غرمې مخکې۱۰:۰۰بجې
ادرس: د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټی افرونه د منلو وړ ندي