استماعيه غونډې ته د (شيرد اسکيلز) د لوژستيکي او خدماتي شرکت د دعوت خبرتيا

د شيرد اسکيلز لوژستيکي او خدماتي شرکت چې د جواز شمېره يې (44565) ده، خبر ورکول کيږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې په اساس يې د ماليې وزارت د ځانګړو عملياتو د محافظت قطعې لپاره د اړتيا وړ ټکنالوژۍ وسايلو په قرارداد کې کړيو تعهداتو ته د نه ژمنتيا له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.