د چارو ادارې لوی رئیس د خوست مشرانو، والي او ولایتي شورا رئیس سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د خوست ولایت له مشرانو، والي او ولایتي شورا رئیس سره ولیدل او د غلام خان بندر، هوایي ډګر، پاچا خان پوهنتون او بریښنایي تذکرو د وېش د چارو د تعقیب په اړه یې بحث سره وکړ.

په دې لیدنه کې، چې د چارو ادارې مرستیالانو هم ګډون درلود، د خوست مشرانو د غلام خان بندر د پرانیستې پر وړاندې شته ستونزې، د پاچا خان پوهنتون د عملي کار د پيل، د بریښنایي تذکرو د وېش، د خوست روغتون د ظرفیت لوړیدو، د ښځینه باغ د فعالولو او نجونو ته د مدرسې، بهرنیو ژبو او کمپیوټر زده کړې روزنیزو مرکزونو د جوړیدو په اړه خپلې غوښتنې بحث کړې.

ډاکټر فضل محمود فضلي، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خوست د مشرانو او ځوانانو د ګډون له کبله د مننې ترڅنګ وویل، چې خوست ولایت ته په غوره شویو شپږو لومړیتوبونو کې لومړنی یې د غلام خان بندر د چارو تعقیبول دي. هغه زیاته کړه، چې د چارو ادارې یوه کاري ډله د غلام خان بندر چارې تعقیبوي او د فعالولو لپاره یې په شفاهي ډول پاکستان سره هوکړې ته رسیدلي.
د چارو ادارې لوی رئیس، دغه راز د خوست هوایي ډګر په اړه وویل، چې تر راتلونکو لسو میاشتو به یې د ترمینل کار په اساسي ډول بشپړشي. نوموړي وویل، چې د پانګونې د اسانتیا واحد له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت د معیاري کولو په اړه په بحثونو بوخت دی، څو د خوست هوایي ډګر په ګډون د هېواد نور هوایي ډګرونه د نړیوال کیدو معیار ته ورسیږي.

ډاکټر فضلي، د بریښنایي تذکرو وېش ته په اشارې سره وویل، چې په خوست کې د دغو تذکرو د وېش ټيمونو ته د مناسب چاپېریال په رامنځته کیدو سره به، په دغه ولایت کې د بریښنایي تذکرو د وېش امکانات درې برابره زیات شي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل د پاچا خان پوهنتون په اړه وویل، چې د ځمکې ستونزې د حل لپاره یې د استملاک کار روان دی.
په پای کې د خوست والي محمد صدیق پتمن په بریالیتوب سره د سولې مشورتي لویې جرګې له ترسره کولو، په مننې سره د خوست ولایت د خلکو وړاندیزونه په لیکلي ډول د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ته وسپارل.