استماعيه غونډې ته د محمد زمان يوسفي لمېټډ د دعوت خبرتيا

د محمد زمان يوسفي لمېټډ شرکت چې د جواز شمېره يې (11800) ده، خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې په اساس يې د کابل ښاروالۍ ساتنې او څارنې رياست د اړتيا وړ دوه ډوله انټرلاک او بولارډ(اوسپنيز ميل لرونکي) په قرارداد کې کړيو تعهداتو ته د نه ژمنتيا له امله د ياد رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي، د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.