استماعيه غونډې ته د رشمور انجينري او مشورتي شرکت د دعوت خبرتيا

د رشمور انجينري او مشورتي شرکت ته خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې په اساس يې د مرکزي زون د پراختيا ادارې له لوري د چارو ادارې لوی رياست په احاطه کې د يو باب دوه منزله تعمير د جوړېدو په اړه مطالبه شوې وه، خو کړيو تعهداتو ته د نه ژمنتيا له امله د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.