د چارو ادارې لوی رياست د مطبوعاتو رياست مرستيال معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي عبدالباقي منصور د دې ادارې د نويو ټاکنو پر بنسټ مولوي امين الله خردمند د چارو ادارې لوی رياست د مطبوعاتو رياست د مرستيال په توګه معرفي کړ، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې کار اهل کار ته وسپاري.
دغه مراسم چې نن سه شنبه (محرم الحرام ۸مه/ زمري ۳مه) ترسره شول، په کې د چارو ادارې لوی رياست د مطبوعاتو رئيس مولوي احمد ګل ريان او د دې رياست کارمندانو ګډون کړی و، ښاغلي منصور سالم رقابت او وړتيا يو اسلامي اصل وباله او د مطبوعاتو رياست مرستيال ته يې له الله تعالی څخه د ښه خدمت توفيق وغوښت.
په ورته وخت کې مولوي امين الله خردمند د اسلامي نظام په چوکاټ کې خدمت ترسره کول عبادت وګاڼه او ډاد يې څرګند کړ چې خپل ورسپارل شوی مسؤليت به په ښه توګه سرته ورسوي.
ښاغلی خردمند تر دې وړاندې د بدخشان ولايت د ۲۱۹ فرقې عقيدتي او فرهنګي او د ښوونې او روزنې د مسؤل په توګه دندې ترسره کړې دي.