د صعب العلاجه ناروغانو د تداوۍ لپاره اسانتياوې رامنځته کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ معاونيت په مشرۍ د عامې روغتيا، عدليې، ماليې او کورنيو چارو وزارتونو او د افغانستان طبي شورا، د خوړو او درملو ملي ادارې د استازو ترمنځ د صعب العلاجه ناروغانو د تدواۍ لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه غونډه وشوه .
دغه نوبتي غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ نن دوشنبه (محرم الحرام ۷ مه/ زمري ۲ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل؛ اسلام په چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو امر کوي او په وينا يې چې موږ بايد اداري پروسې ساده کړو ترڅو په امارتي ادارو کې د ولس کارونه په ښه توګه سرته ورسيږي او د ولس ستونزو ته په سمه رسېدنه وشي.
همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري پروسو د ساده کولو مسؤلينو د صعب العلاجه ناروغانو لپاره د پاسپورټ اخيستلو پروسې د ساده کولو په اړه جوړه کړې طرحه د غونډې ګډونوالو ته د يو پريزنټيشن له لارې وړاندې کړه او د غونډې د ګډونوالو له لوري په يو شمېر نقاطو بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ياده طرحه به له نهايي کېدو وروسته د رياست الوزراء عالي مقام ته د منظورۍ لپاره ليږل کيږي او همدا راز به په دې اړه د اړوندو امارتي ادارو ترمنځ نورې غونډې هم جوړيږي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.