د خواجه رواش ښارګوټي ولسي شورا؛ غواړو چې د دې ښارګوټي ستونزې په اساسي توګه حل شي

د خواجه رواش ښارګوټي ولسي شورا ددې ښارګوټي د ستونزو اساسي حل په موخه د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست، کور او ښار جوړونې وزارت، ملي پراختيا شرکت او کابل ښاروالۍ له استازو سره وليدل او د دې ښارګوټي د ستونزو د اساسي حل په اړه يې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (محرم الحرام ۷مه/ زمري ۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ددې ادارې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مولوي فيروز خان په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د دې ښارګوټي د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
په غونډه کې د خواجه رواش ښارګوټي د ولسي شورا استازو له اړونده مسؤلينو وغوښتل چې په دغه ښارګوټي کې د جوړو شويو خپلسرو فلزي غرفو چې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې د ښاري پلان په نظر کې نه نيولو له مخې جوړې شوي او د خلکو د پياده تګ راتګ لارې يې بندې کړي؛ له منځه يوسي.
همدا راز د يادې شورا غړو د ياد ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري د ودانيو د دوهم او دريم منزل تعميرول او د بلاکونو په بامونو د فلزي جاليو جوړول، د کورونو د مخې ساحو څخه د شخصي پارکينګ په توګه استفاده کول د ماسټر پلان خلاف او غير اصولي وبلل.
د يادې شورا استازو وويل چې سره له دې چې د کور او ښار جوړونې وزارت ته د دې ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري د اپارتمانونو پيسې تحويل شوي دي خو په وينا يې چې تر اوسه يې د عامه المنفعه تاسيساتو لکه ښوونځی، کلينيک، سپورټي لوبغالی، د موټرو پارکينګ، د فاتحې سالون او رسټورانټ نه دي جوړ کړي.

په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزارت استازو د يادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د ستونزو د حل لپاره به عملي اقدامات ترسره شي خو ټينګار يې وکړ چې د خدماتو د لا ښه ترسره کېدو په موخه د دې ښارګوټي اوسېدونکي اړ دي چې خپل پورونه او قسطونه اداء کړي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اړونده ادارو له استازو او ولسي شورا له غړيو څخه دې يوه کمېټه جوړه شي او خپل نظريات او وړانديزونه دې له يادښتونو سره د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد رياست ته وسپاري تر څو يې د تصميم نيونې په موخه د رياست الوزاء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.