پر ۳۰۰۰ میګاواټه لمریزې بریښنا د پانګونې تړون وشو

د افغانستان په مختلفو سیموکې پر درې زره میګاواټه لمریزې بریښنا، د پانګونې تړون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ ښار کې، د (PAL 4 SOLAR energy LLC )
کمپنۍ د رئیس محمد ظفر، د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب او د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس احمد داوود نورزي په ګډون لاسلیک شو.
دا مراسم، د افغانستان په سفارت کې ترسره شول، چې په حقوقي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار کبیرعیسی خېل هم پکې حضور درلود.
د یاد شوي تړون له مخې، PAL 4 SOLAR energy LLC کمپني به د لمریزې بریښنا د تولید د دغې پروژې په ترسره کولو، د بریښنا په تولید او د پلیټونو پرنصیب پانګونه وکړي.