د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره

د چنګاښ  میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

  1. د گمارني د اسانتیاوو برابرولو او ولایتي چارو د همغږۍ ریاست

(۲۹۴) بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانول.

د (۵۰۶) بستونو لپاره برښنایي، تحریری او تقریري آزموینې اخیستل.

د (۵۴۶)کسانو په ګډون د (۲۵) ورکشاپونو او د بشري سرچینو مدیریت د شبکو تخنیکی غونډې برابرول.

د (۸۹۳) ولایتي ملکي خدمتونو کارکوونکو د وظیفوي اجراآتو نظارت.

  1. د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو شکایتونو ته د رسیدني ریاست

د ۳، ۴ او ۵ بستونو اړوند (۱۳۹) شکایتونو څېړل.

د (۲۰) شکایتونو تاییدول

د (۱۱۹) شکایتونه ردول.

د تایید شویو شکایتونو د مصوبو نظارت او له پلي کیدو یې ډاډمنېدل.

د اړونده محاکمو له خوا د ۲ عدد دوسیې راتلل او په هغې باندې اړونده کړنې ترسره کول.

  1. د اداري پروسو د ساده کولو ریاست

د کرني، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ۱۰ ریاستونو د پروسو د سرلیکونو پیژندنه .

  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۹ ریاستونو او کابل ښاروالۍ د ۱۷ ریاستونو د کاري پروسو د ساده کولو د اوسني بهير تثبیتول.

  1. د ملکي خدمتونو انستیتوت ریاست

د هرې څانګې د وړتیا سره سم د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اړتیا سنجونې د پښتو او دري فورمونو سمونه.

 د زده‏کړه ییزو برنامو د اغیزمنتیا د څیړنې د ترسره کولو په موخه پوښتنلیکونه ترتیب شوي دي.

څلور سرلیکه زده‌کړه‌ییز مواد بیا کتل او پښتو ته «د پلان جوړونې» زده کړه ییزو موادو ژباړل.

د رهبرۍ د پراختیا مهارتونو او مدیریتي کارېدونکو مهارتونو برنامو د زده‏کړه ییزو موادو ډیزاین او تصحیح؛

د کمپیوټر برنامې کار‎ېدونکو مهارتونو طرحه برابرول.

 د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو له ریاست سره د بهرنیو بورسونو د جذب په موخه د همغږۍ ناسته.

له ایران سره په ۱۳ زده‏کړییزو برنامو هوکړه کول.

  1. د حقوقو او پالیسیو چارو ریاست

د آزموینو په ملي اداره کې (۵۳) تنو ته د کړنو د ارزونې برنامې دایرول.

 د چارو ادارې لوی ریاست د عرایضو او د ارګ د ارشیف د طرزالعملونو تدقیق.

 (۲) وزارتونو او ادارو ته د (۴) حقوقي مشورو استول.