د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د تعميراتو د ساتنې او مراقبت رياست اړوند د اړتيا وړ د رنګمالۍ پروژه چې تشخصيه شمېره يې(AOP/G/010/1402/NCB/RE) ده، د حافظ الکوزي لوژستيکي شرکت ته چې د کابل خوشحال خان مېنه کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۸۴۸۳۸ شمېره ثبت دی، د 4,317,659(څلور ميليونه، درې سوه اوولس زره، شپږ سوه نهه پنځوس افغانيو) په قیمت ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولای شي چې ددې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو رياست، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
يادونه: دا خبرتيا د قرارداد د بشپړېدو په معنا نه ده مګر د پورته ذکر شوې نېټې او د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته سرته رسيږي.