د چارو ادارې لوی رئيس؛ د هېواد د رغونې لپاره بشپړ داخلي توليدات او کادري ظرفيت لرو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور «د خيرخوا برېښنايي کمپلکس د پارکنګ» او د نادر پښتون جادې د اساسي ترميم د پرانستې په غونډه کې وويل چې اوس په هېواد کې داسې نظام حاکم دی چې د پانګه اچونکو او شتمنو لپاره يې د پانګې اچونې زمينه مساعده کړې او ملاتړ يې کوي.
په دې اړه غونډه چې د ياد مارکېټ په احاطه کې جوړه شوې وه، پکې د رياست الوزراء مالي او ادارې مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د کابينې يو شمېر غړي او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.
په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس وویل؛ اوس په هېواد کې داسې نظام حاکم دی چې د خلکو له منځه راپورته شوی او ملت ته وفادار دی.
هغه زياته کړه چې اوس وخت رارسېدلی دی چې د هېواد ملي سوداګرو او پانګه اچونکو لپاره اسانتياوې رامنځته شي چې اسلامي امارت يې ملاتړ کوي.
ښاغلي انور وویل د «خيرخوا برېښنايٍي کمپلکس مارکېټ» او يو شمېر نورې پروژې هغه وخت پيل شوې چې د افغانستان اسلامي امارت کابينې د دوی فعاليت تائيد کړ.
«خيرخوا برېښنايي کمپلکس» چې شاوخوا لس زره متره مربع مساحت لري، په نهه پوړونو کې يې د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د جوړېدو چارې پیل شوي دي.
دغه مراسم د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور څخه په ځانګړې او د اړوندو ادارو له مسؤلينو څخه د ملي سوداګرو په مننې پرانستل شو.
دا مراسم چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وو، د خير په دعا پای ته ورسېدل.