د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست د تخنيک او ترانسپورټ رياست لپاره دوه قلمه د اړتیا وړ سون توکو (پټرول او ډيزل) د تدارکاتو د پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې او یا هم په فلش ډیسک کې د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.
خپل افرونه دې په شرط پاڼه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو مطابق په سر تړلي شکل د اعلان له نېټې څخه د ۲۵/۵/۱۴۰۲ د سهار تر لس 10:00 بجو د چارو ادارې لوی ریاست د تداکارتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د تخنيک او ترانسپورټ رياست لپاره د دوه قلمه سون توکو( ډيزل او پټرول) د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شميره:AOP/G/002/1402/NCB
بانکي ضمانت: (۵۰۴،۰۰۰) پنځه سوه څلو زره افغانۍ
د افر پرانستې نېټه: د ۲۵/۵/۱۴۰۲ له غرمې مخکې لس بجې
ادرس: د تدارکاتو ریاست، د معدن وزارت پخوانۍ تعمیر، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو نه دي