د عامه او خصوصي مشارکت قانون د اصلاحاتو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداري لوی رِياست د پانګونې اسانتيا ریاست د اصولي سندونو د تسويد، تدقيق، توشيح انفاذ او نشر په اړه د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د فرمان پر بنسټ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د عامه او خصوصي مشارکت د قانون د ځينې اصلاحاتو او تعديل په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۲۸ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د پانګونې اسانتيا رياست د مرستيال شريف الله بها په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
ورپسې د ياد ریاست له لوري د عامه او خصوصي مشارکت د قانون د مشخصو مادو د تعديل په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول او له هغې وروسته پرې د ګډونوالو لوري ازاد بحث وشو.
په دغه غونډه کې چې د ټولګټو چارو، ټرانسپورټ او هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، اوبو رسونې او فاضلابو امارتي شرکت استازو برخه اخيستې وه، د قانون د تعديل د مادو په اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل او په اړه يې ازاد بحث وشو.
په پای کې د يادو وزارتونو او امارتي ادارو استازو خپل نظريات په ليکلې بڼه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست ته وسپارل او دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.