د داوطلبۍ خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې ۱۵مه ناحیه کې د ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي له شهید څلور لارې څخه تر قصبې سړک پورې د سړک ساختماني چارو د لومړي لاټ د پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې سافټ یې په فلش ډیسک کې د ملي تدارکاتو ریاست او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونه دې په شرط پاڼه کې له مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سرتړلي شکل د خبرتیا د اعلان له نیټې څخه د ۱۴۰۲ کال د زمري ۱۵مې نېټې له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
ادرس: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو رياست مرمرین قصر ته څېرمه – پښتونستان واټ ، کابل افغانستان.

د پروژې نوم: ۱۵مه ناحیه کې د ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي له شهید څلور لارې څخه تر قصبې سړک پورې د سړک ساختماني چارو د لومړي لاټ پروژه
د داوطلبۍ شمېره : NPD/KM/1401/W-005/NCB
بانکي ضمانت: 3,500,000 درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ
د افر پرانیستې نېټه د ۱۴۰۲ د زمري ۱۵مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
برېښنالیک : planningnpa@gmail.com
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ ندي