د قرارد‌ د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د تخنيک او ټرانسپورټ رياست اړوند د وسايطو د پرزه جاتو پروژه چې تشخصيه شمېره يې AOP/G/001/1402/NCB/RE ده، د صديق احمدي لميټيد شرکت ته چې د کابل ښار په قوای مرکز سيمه کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۲۰۴۴۸-۰۱۰۱ شمېره ثبت دی، د 8,601,421.20 (اته ميليونه، شپږ سوه يو زر، څلور سوه يو ويشت اعشاريه شل افغانيو) په قیمت ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولای شي چې ددې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره دې د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو رياست، پښتونستان واټ، کابل افغانستان
يادونه: دا خبرتيا د قرارداد د بشپړېدو په معنا نه ده مګر د پورته ذکر شوې نېټې او د قانوني مراحلو د طی کولو وروسته سرته رسيږي.