استماعیه غونډې ته د اکبر حسیب ساختماني شرکت بلنه

د اکبر حسیب ساختماني شرکت چې د ۴۴۱۳۶ نمبر جواز لرونکی دی خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې مطابق د پکتیا ولایت د سید احمد خیل ولسوالۍ د سربند او د جمنی کانال د جوړولو د جوړولو د تدارکاتو په پروژه کې یې د تعهد نه عملي کېدلو محرومیت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري غوښتل شوی دی، د ټلیفوني مکرره تماسونو او د مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.