استماعیه غونډې ته د صدف مطبعې شرکت بلنه

د صدف مطبعې شرکت ته خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې مطابق یې د ۸۰۰۰ افتخاري مډالونو د سند د تدارکاتو په پروژه کې د تعهد نه عملي کېدو محرومیت یې د ملي پراختیا حمایوي او عملیاتي ادارې له لوري غوښتل شوی دی، د ټلیفوني مکرره تماسونو او د مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.