استماعیه غونډې ته د سادات میمنه ساختماني شرکت بلنه

د سادات میمنه ساختماني شرکت چې د ۲۹-۰۱-۷۳۱ نمبر جواز لرونکی دی خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې مطابق د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انستیتیوت د تعمیر د جوړولو د تدارکاتو په پروژه کې یې د تعهد نه عملي کېدلو محرومیت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري غوښتل شوی دی، د ټلیفوني مکرره تماسونو او د مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.