استماعیه غونډې ته د Norman construction company محترم شرکت بلنه

د (Norman construction company) محترم شرکت ته خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې مطابق د پنجشیر ولایت د پارنده آبی برښنا د دستګاه ساختمان د تدارکاتو په پروژه کې د تعهد د نه عملي کېدو له امله يي محرومیت د اوبو او انرژي محترم وزارت له لوري غوښتل شوی دی، د ټلیفوني مکرره تماسونو او د مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله ددې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به له موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.