جدیدالتقرر کارکوونکو ته د تدارکاتي اصولو دویمه آنلاین روزنیره برنامه پیل شوه

د جدیدالتقرر کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د مسلکي او کدري روزنې دویمه آنلاین برنامه جوړه شوه چې پکې ۴۰ تنو کارکوونکو ګډون درلود.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو د انستیتیوت د آنلاین او حضوري روزنیزو برنامو په تعقیب نن د ( ذوالحجه ۲۲/۱۹ سرطان) دویمه درې ورځنۍ آنلاین برنامه د کندهار، زابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو د تدارکاتي واحدونو کارکوونکو لپاره جوړه شوه چې پکې ۴۰ تنه کارکوونکي ګډون لري او له تدارکاتي لارښوونو به برخمن شي.
دغه روزنیزه برنامه کې د ملي تدارکاتو اصول، شرطپاڼې، عامه تدارکات او د تدارکاتو اړوند موضوعات به د مسلکي استادانو له لوري په آنلاین ډول کارکوونکو ته تدریس شي.
کارکوونکو ته د انلاین زده کړه کې د ورځې له ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره ولایتونو له سفر او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی او همدارنګه کارکوونکي له انلاین زده کړې وروسته کولای شي خپلو دندو ته رسیدګي وکړي.
د یادونې وړ ده چې د برنامې ګډونوالو ته د دې انلاین برنامې له ختمېدو وروسته یادو کارکوونکو ته تصدیق نامې هم پام کې نیول شوي دي.
د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روزنیزې برنامې جوړې کړې دي چې پکې ۷۲تنو ته روزنه ورکړل شوې ده.
د دې روزنیزې غونډې لومړۍ ورځ چې د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده