د دارالایتامونود چارو د لا ښه کېدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

په هېواد کې د دارالایتامونو د چارو د لا ښه کېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست په مشرۍ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پوهنې وزارت د استازیو په ګډون غونډه وشوه.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، نن (ذوالحجه الحرام ۲۲/سرطان۱۹) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالارو کې جوړه شوې وه پکې د دې ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحاق آخندزاده، د پوهنې وزارت د مدارسو او دارلحفاظونو رئيس مولوي عبدالرزاق صدیق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر رئيس مولوي شرف الدین شرف ګډون کړی وو.
د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئيس په هېواد کې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د دارلایتامونو د فعلي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ددوي تر چتر لاندې دارالایتامونو څخه یې په ټول هېواد کې کتنې ترسره کړي دي او د هغوی ستونزې ته یې دایم توجه کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر رئیس وویل؛ چې اوسمهال د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې فعال دارالایتامونه لري چې پکې تر ۸۰۰۰ یتیمان او بې سرپرسته ماشومان ساتل او پالل کېږي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال په اوږدو کې پلان لري چې تر ۱۰۵۰۰ تنو پورې نور یتیمان هم په ټول هېواد کې ثبت کړي د هغه په وینا دا تعداد به د هېواد له ټولو ولایتونو څخه وي.
همدارنګه هغه د پوهنې وزارت سره په همغږۍ د دارالایتامونو د پزیرش طرزالعمل، تدریسي نصاب، د حرفوي زده کړو او د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس وویل یتیمان پر دې نظام حق لري او هغوی ته باید د زده کړو زمینه برابره شي هغه د دواړو وزارتونو څخه په هېواد کې د شته دارالایتامونو او هغوی کې د شاملو یتیمانو معلومات وغوښتل تر څو په اړه یې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه مقام ته مفصل راپور وړاندې کړي چې هغوی يي پر اساس اسانتیاوې برابرې او ممکنه ستونزې له منځه یوسي.