د چارو ادارې لوی رئیس؛ اوس د هېواد د پرمختګ لپاره له استعدادونو سالمه استفاده کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رياست د کابل پولي تخنيک پوهنتون ماسټرۍ پروګرام ته ددې ادارې د بريالي شويو کارمندانو د مبارکۍ غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه «ذوالحجة الحرام ۲۱مه/ چنګاښ ۱۸مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کابل پولي تخنيک پوهنتون ته ددې ادارې کارمندانو د بريا مبارکي وويله او زياته يې کړه چې افغانستان که څه هم له ډېرو بدو او سختو حالاتو تېر شوی دی خو لاهم استعدادونه لري چې اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ورڅخه سالمه استفاده کيږي.

نوموړي وويل؛ افغانستان يو دردېدلی او ځورېدلی هېواد دی، نور ملتونه که د خپل هېواد په اړه څومره احساس لري، موږ بايد له هغوی سل چنده زيات د خپل هېواد د درد احساس ولرو‌.

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر المعتصم بالله او د بشري سرچينو وارسي کوونکي مولوي فيروز خان هم خبرې وکړې او د ماسټرۍ پرورګرام ته بريالي شويو کارمندانو ته يې مبارکي او ددې بهير د ښه پای ته رسولو هيله څرګنده کړه.

په غونډه کې د برياليو کارمندانو په استازيتوب احمد ظفر مجددي خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه او بشري سرچينو رياست مسؤلينو هڅې وستایلې او له دوی څخه يې ځانګړې مننه وکړه.

بايد وويل شي چې د کابل پولي تخنينک پوهنتونون ته د چارو ادارې لوی رياست د درې رياستونو ۶۰ کارمندان د ماسټرۍ دوو پروګرامونو ته بريالي شوي دي چې نن يې په اړه د مبارکۍ او تشويق غونډه جوړه شوې وه.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.