اونیزه اداري جلسه: اسلامي امارت د ظرفیتونو درناوی کوي

د چارو ادارې اونیزه اداري ناسته کې د دې ریاست لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل، اسلامي امارت د ظرفیتونو درناوی کوي او په وینا يي له تخصص سره تعهد مهم شرط دی.

دا جلسه چې نن شنبه (۲۰ذوالحجه/۱۷سرطان) د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې وشوه، پکې د جانبي واحدونو په ګډون د اړونده ریاستونو رئیسانو او استازو برخه اخیستې وه.

د قرآن کریم له تلاوت وروسته شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور اصلاحي وینا پیل کړه او په وینا يي د دندې لپاره دا مهمه ده چې تخصص او تعهد سره همغږي واوسي او په خبره يي اسلامي امارت د هر ظرفیت لرونکي شخص درناوی کوي.

په دې جلسه کې د تېرې اونۍ د ناستې د پرېکړو اړوند له لنډو ګزارشاتو اورولو وروسته پر نوې اجنډا بحث وشو.

په جلسه کې د چارو ادارې د فعالیتونو په تړاو د جامع راپور برابرولو اړوند خبرې وشوې او همدارنګه په ولایاتو او مرکز کې د ځینو ماشینریو د خوندیتوب اړوند هم بحث وشو.

په دې اونیزه غونډه کې د دعوت ارشاد ریاست په دعوتي درسونو او پروګرامونو کې پر ګډون تاکید وشو او همدارنګه د ریاستونو تر منځ د لا ښې همغږۍ او پیاوړتیا لپاره پرېکړه وشوه، چې د تعمیراتو، حفظ او مراقبت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ ناسته وشي چې چارې يي لا ښې پر مخ لاړې شي.

دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.