د ملي تدارکاتو رئيس؛ په تدارکاتي پروسو کې د اسانتيا رامنځته کولو هڅې روانې دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د برښنا شرکت په استازيتوب د ۵ قلمه المونيمي لاین پروژې افرګشايي وکړه.

په دې اړه نن شنبه (ذوالحجة الحرام ۲۰مه/چنګاښ ۱۷ مه) جوړه شوې غونډه چې د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي په نظارت ترسره شوه پکې د درې بېلابېلو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

په ناسته کې قاري عبدالولي صديقي وويل اسلامي امارت په تدارکاتي پروسو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅې کوي او په دې برخه کې شته خنډونه له منځه وړي.

نوموړي په افرګشايي کې د ګډون کوونکو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې تدارکاتي پروسو کې به د هيچا حقوق ضايع نشي او دا پروسې به په ښه توګه سرته رسيږي.

ښاغلي صديقي اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام وباله او په وينا يې چې بايد هڅه وشي چې په داوطلبۍ کې منصفانه منافع په نظر کې ونيول شي او له بيت المال سره احتياط وشي.

د افرګشايي دا غونډه د شرکتونو د استازو د افرونو له وړاندې کولو او تحليل وروسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.