د خصوصي روغتونونو او روغتيايي اتحاديو د ستونزو حل په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت د تطبيق په موخه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ د خصوصي روغتونونو او روغتيايي اتحاديو د ستونزو حل په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ذوالحجة الحرام ۱۶مه/ چنګاښ ۱۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د عامې روغتيا، ماليې، کورنيو چارو وزارتونو او د خوړو او درملي ملي ادارې، د افغانستان طبي شورا، کابل ښاروالۍ، چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان روغتيايي اتحاديو استازو ګډون کړی و.
د روغتيايي اتحاديو په استازيتوب دوکتور عزيز الله امير د روغتونونو د مالياتو او د خصوصي روغتونونو د تېرو ۵ کلونو د ماليې، د روغتيايي سکتور د مقررې توشيح، د څارنې او نظارت ادارې رامنځته کول، د برېښنا د قيمتونو څرنګوالي او د طبي وسايلو د توريد او د روغتونونو يو شمېر نورو ستونزو حل په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ او اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل لور ته د عامې روغتيا وزارت د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظيم رئيس ډاکټر احمد ځدراڼ وويل چې د روغتيايي سکتور مقرره د اسلامي شريعت سره سم تعديل شوې ده او د تائيد لپاره اړونده امارتي ادارې ته لېږل شوې ده.
همدا راز د ماليې وزارت د حقوقي خدماتو رئيس ندا محمد صديقي وويل؛ د خصوصي سکتور د مالياتو اداء کولو له امله د اسلامي امارت عوايد لوړ شوي دي او نوموړي په دې اړه خپل حقوقي او تخنيکي نظريات شريک کړل.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د روغتيايي اتحاديو استازو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د عامې روغتيا وزارت په مشرۍ جوړېدونکې کمېټه به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د موضوع په اړه خپلې طرحې او وړانديزونه د چارو ادارې لوی رياست ته وړاندې کړي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.